Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 

د مۍ د لمړي روځی  کال  ۲۰۱۸ (۱۳۹۷) نړیوال ګډ ي اعلا میي په هکله زموږ کتني (ملاحظات)

لـــمړۍ:
 په حقیقت کی د « ما ئوئیست لا ره » د ویب پاڼی د لیکوا لانو نه ما سیوا ددي «اعلا میي» دلا سلیک کونکو څخه هیڅ یو ئی هم د متن په اړوند دنظر د وړاندي کولو موقع نه درلود. د «مائوئیست لاره» دسږ کال د مۍ دلمړي روځی د هغه ګوندونو او سازما نونو چه «ګونزالیست» بلل کیدل نړیوال ګډه اعلا میه خپرول تحریم کړ ،او په کلي ډول سره  ددي اعلامیی پرخپرولو شکمن وو. له همدي کبله د افغانستان کمونیست (مائوئیست) ګوند پریکړه وکړه چه دهرکال د معمول روال په خلاف، سږکال دمۍ دلمړي روځی په مناسبت ځانله په جلا ډول اعلا میه خپره کړي. دا اعلامیه تدوین او تصویب شو چه د مۍ دلمړی روځی تر رارسید و وړاندی په مجازی فضا کی خپور شو.
سربیره پردی دمۍ دلمړي روځی نه لږه موده وړاندي د نړیوال ګډي اعلامیي مسوده د «مائو ئیست لاره» له خوا تدوین او په دننی ډول خپورشو، هغه هم  لدي لپاره  نه چه دهِغه په هکله نظریی وپوښتل شي،بلکه ددي لپاره وو چه دنړۍ د بیلا بیل هیوادو مائوئیست گوندونه اوسازمانونه یا هغه امضاء کړي او یا ئی امضاء نکړي.
موږ سره لدي چه پوهید لو چه د ګډي اعلامیي خپریدل پدي ډول صحیح نده او سربیره پر هغه پرځینی مطالبو باندي مو ملاحظات درلود، غوره مو وبلل چه  په دننۍ بڼه د یو لنډ لیک له لاری خپله موافقه ددي اعلا میي دامضاء سره اعلان او په عین حال کي ددي اعلامیي دمتن په اړه خپلی کتني په اجمالی ډول ودوۍ ته وسپارو ترڅو وروسته وکولای شو خپلی نیوکی نسبتا په مفصل ډول وړاندي کړو. اما په خواشینۍ سره هغه څه چه  د « مائوئیست لاره» په ویب پاڼه کی زموږ دلیک او کتنو په نامه خپورشوی وو ، اصلا زموږ ندی او نه په موږ پوری اړه لری اوپه دلیل یی هم نه پوهیږو.
موږ پخپل لیږل شوی لیک کی د «مائوئیست لاره» وویب پاڼی ته فقط په لنډ ډول لیکلی وه چه :
که څه هم زموږ له لوری پرسند باندی یوڅه ملا حظات شته، لیکن موږ دا سند امضاء کوو.
همدا رنګه دسند دری ژباړه هم شامله ده.
په درنښت
ح.ک(م)ا
۲۹/۰۴/۲۰۱۸
“However there are some comments from our side but we sign the document.”
The Persian translation is also included
C(M) PA
29/04/2018
ولی هغه څه چه د«مائوئیست لاره» په ویب پاڼه کی دافغا نستان کمونیست(مائوئیست) ګوند په نامه او یا د«ګوند» په نامه خپور شوی دۍ، لاندنی مطالب دي :
« ګډه اعلا میه- دسند دری ژباړه
دسند دری ژباړه ضمیمه ده
په ډیر درنښت
دافغانستان کمونیست(مائوئیست) ګوند
موږ کولای شو د مائوئیزم لاره څخه دا مطلب وپښتو»
“Joint Declaration – The Persian translation
The Persian translation is also included
Best Regards
Communist (Maoist) Party of Afghanistan
We can ask to Maoist Road”
نو ځکه لمړۍ: ترهر څه دمخه غواړو چه دا موضوع زموږ لپاره روښانه شی.
دوهم باید ټینګار وکړو چه دنړۍ دبیلا بیلو هیوادونو مائوئیست ګوندونه او سازمانونه د «اعلا میی» دمسودی پر وړاندی شوی متن باندی بحث وکړی او دهغه په هکله دخپلو وړاندیزونو د وړاندی کولو لپاره حد اقل یو میاشت وخت ولری.
ددي مودی په اوږدو کی دبیلا بیلو ګوندونو او سازمانونو بحثونه اووړاندیزونه په دقت سره ولوستل او وڅیړل شي اوکه لازمه وه دهغه ځواب دي ورکړل شي ترڅو نوموړی  ټول ګوندونه اوسازمانونه اویا ددوی نزدی اکثریت په اتفاق سره خپل ځانونه دنړیوال ګډی اعلا میی په هنداره کی ووینی.
دویـــــم:
په کلا سیک متون کی مطرح شوۍ شعار داسی راغلۍ دی:
دنړۍ کارګرانویو موټی شی!
(Workers of the world,unite!)
د کلاسیک متون په بل ځای کي ددی شعار انګلیسی ژباړه داسی لیکل شوی دی:
دنړۍ پرولتاریاوو،یوموټی شی !
(Proletarian of the world,unite)
 
دا ژباړه د کارل مارکس اوفریدیش انګلس له خوا تائید شوی ده.
ولی په نورو ټواو لیکنو کی د «کارګر» کلمه راغلي ده نه دپرولتاری، حتی د کارل کارکس د مقبری دډبری پر مخ داسی لیکل شوی دی:

د ټولو هیوادونو کارګران یو موټۍ شی!
( Workers of all lands,unite)

داکتوبر دانقلاب تر بری وروسته په کال ۱۹۲۰کی لنین دا شعار پراخ کړ اوداسی یی ولیکل:
دنړۍ کارګرانو اوترستم لاندی خلګو او ملیتونو یوموټی شی!

(Workers and oppressed people and nations of the world,unite!)

دداسی وضعیت په نظرکی نیولو سره باید په «اعلا میه» کی ددي معروف شعار وصحیح نقل ته دقیق پام شوی وای.
دریــــم:
دنړۍ دبیلا بیلو هیوادونو مارکسیست-  لنینیست-مائوئیست گوندونو او سازمانونو نړیوال گډه اعلامیه، باید یوه مارکسیستی-لنینیستی-مائوئیستی اعلا میه وي او پر ما ئوئیزم باند ي دپرولتاریایی انقلاب او اید یولوژی دتکامل ددریم او تر ټولو لوړ پړاو باندي اساسی ټینګار ولری او وټوله دغه ایدیولوژی اود انقلاب علم ته د مائوئیزم دهسکی څوکی څخه وکتل شي.
ولی په خواشینی سره «اعلامیه» د کمونیست ګوند مانیفیست څخه غوڅ کړی برخي پرته د هرډول توضیح څخه خپور کړی دی چه د یو مارکسیستی-لنینیستی-مائوئیستی نړیوال ګډی اعلا میی لپا ره درسته او مناسبه نده. د «اعلامیه» دمتن ودی مطلب ته چه د «کمونیست ګوند مانیفیست» څخه نقل سوی دی پام وکړو: 
۱:- «ټوله ټولنه د دښمنۍ په دوو سترو کمپونو ، په دوو مستقیم یو دبل پر ضد طبقو: بورژوازی او پرولتاریا باندي ویشل شوی دي»
دافغانستان کمونیست ( مائوئیست) گوند هغسی چه د لا تینی امریکی  د ۸  مائوئیست  ګوندونو اوسازما نونو په ګډه اعلا میه کی راغلي دی  پدی باور ندي چه کروند ګر دی عملا دنړی نیمایی نفوس اود نړیوال انقلاب عمده ځواک وي. ولی د منطق له رویه ټینګ باور لري چه په مستعمره- نیمه فیوډالی او یا نیمه فیوډالی- نیمه مستعمره هیوادونو کی تر اوسه « ټوله ټولنه ددښمنۍ په دوو اردوګاوو، په دوو نیغ په نیغه مخالفو طبقو: بورژوازی او پرولتاریا با ندي ویشل» شوی ندي. او پدي هیوا دونو کی تر اوسه هم کروندګر دیوي طبقی په توګه دانقلاب عمده ځواک دي. نو ځکه پدي ټولنو کی دانقلاب پړاو د نوي ډیمو کراتیک انقلاب پړاو دی.
۲:- « دهغو ټولو طبقو له ډلو څخه چه دبورژوازی سره مخالفت کوي، یوازی پرولتاریا یوه حقیقی انقلابی طبقه ده نور ټولی طبقی په بد او له منځه تلو حالت کي دي، او کوم وخت چه دوۍ وغواړي چه شا ته، تیرو امتیازاتو ته، راوګرځی محافظه کاره او دانقلاب ضد وی او کله چه دوۍ دبرولتاریا دپرګنو په منځ کی وی دپرولتاریا دطبقاتی مبارزی برخه دي.»
پدي کی هیڅ شک نسته چه د امپریالیزم تر ولکی لاندي هیوادونو کی کروندګر دیوي طبقی په توګه د فیوډال د طبقی او همدارنګه کمپرادور بیروکرات بورژوازی او غیر بیروکرات بورژوازی سره مخالفت کوي اودا مخالفت دنوموړو هیوادونو په شرایطو کی یو انقلابی مخالفت دی. ولی «اعلامیه» تر اوسه هم د « کمونیست ګوند مانیقیست» تیری زمانی د خپریدو په شان په عام ډول دبورژوازی څخه خبری کوي. د ا موضوع د یادونی وړ ده چه امپریالیستی پانګه والي که له یوي خوا دامپریالیزم تر ولکی لاندي هیوا دونو کی د نیمه فیوډالی مناسبات کمزورۍ کوي له بلی خوا د نیمه فیوډالی تولیدی مناسبات ځینی برخي هم را ژوندی کوی او بیا یی تولیدوي.
۳:- « هغسی چه مارکس پانګه والي یی تحلیل او تجزیه کړۍ دی او لنین  د امپریالیزم او پرولتاریایی انقلا بونو زمانی  هغه تحلیل او تجزیی ته تکامل ورکړ ،او پانګه والی د ډیر ژور کړکیچ  او دنړۍ پر پرولتاریاوو او خلګو باندی د بار اچولو له لاری خپل تګ ته دوام ورکوي.»
«اعلا میه» پدی باره کی چه  مائوتسه دون د مارکس تحلیل او تجزیی ته او همدا ډول دلنین تحلیل او تحزیی ته د امپریا لیزم او پرولتاریا یی انقلا بونوزمانه کی تکامل ورکړۍ دی ، هیڅ نه وایی. د ا پدی ساحه کی د ما ئوتسه دون د نه فنا کیدونکی خد ماتو له سترګو اچولو په مانا ده او په ځانګړی توګه د مائوتسه دون نه فنا کیدونکی خدمات د امپریالیزم تر ولکی لاند ي هیوا دونو کی د بیروکراتیک پا نګه والۍ تیوریک جوړښت په نظرکی نه نیولو په مانا ده ، دهغه ډول پانګه والي په ما نا ده چه  دامپریالیزم تر ولکی لادی هیوا دونو کی امپریالیستی زور واکی هغی ته لمن وهي او د مائوتسه دون د فنا نه کیدونکی خدمات په هغه هیوادونو کی چه سوسیالیزم په هغو کی نسکور او پانګه والي را ژوندۍ سوی د بیروکراتیک پانګه والۍ رویزیونیستی او سوشیل امپریالیستی تیوریک جوړښت  له نظره اچولو ، په ماناده.  
۴:- « په امپریالیستی هیوادونو کی او همدا رنګه د امپریالیزم تر ستم لاندي هیوادونو کی پرولتاریاوی او دخلګو پرګنی ددي وضعیت په وړاندی په ښورښ لاس پوری کوي»
دا سی ښکاری چه دلته په عمدی ډول او یا د غفلت له رویه دپرولتاریا وو تر څنګ د کروندګرو نوم نه اخیستل کیږي، دنیمه فیوډالی-نیمه مستعمره او یا مستعمره-نیمه فیوډالی هیوادونو په شرایطو کی دا عمد او یا غفلت د نوي ډیموکراتیک انقلاب د عمده ځواک له پا مه غورځولو په ما نا ده.
۵:- «  د امپریالیزم تر ستم لاندی هیوادونو کی  امپریالیستی بورژوازی او ددوی غلا مان واکمنه طبقه د پرولتاریاوو اوتر ستم لاندي خلګو دښورښ په وړاندی ،پر هغو د ځپلو اوعام وژنی  تحمیلولو سره ،مقاابله کوي.»
دلته هم د عمد او یا غفلت له رویه په ځانګړی ډول د کروندګرو نوم  نه اخیستل کیږي.
څــــلورم:-
« پرولتاریا وی او خلګ مقاومت کوی او دانقلاب د عمده والی پر چلند باندي ټینګار سره خپلو مبارزو او دخلګوجګړوته تکا مل ورکوی.»
دانقلاب د چلند عمده والی او نه عمده والی یو عینی وضعیت او په عین حال کی یو ذهنی وضعیت دۍ. کله چه وایوپه نړۍ کی دانقلاب چلندعمده چلند دی، پدی مانا ده چه دهغه ضد چلند په نړۍ کی غیر عمده چلند دۍ. ولی په نړۍ کی دانقلاب ضد چلند کوم چلند دی ؟ کله چه ما ئوتسه دون په نړۍ کی ددوو متضا دو چلندونو دشتون په هکله خبری وکړي: دانقلاب چلند او دنړیوال امپریالیستی جګړی چلند. اما دتیرو څو لسیزو په موده کی دا عملا ثابته شوه چه نړیوال امپریالیستی جګړه په نړی کی دانقلاب ضد چلند د احتمالی را څرګندیدو یو دهغه ډولنو څخه دی نه په کل کی د انقلاب ضد چلند او دهغه د ټولو ډولونو درا څرګندیدو په بر کی نیول.
نوځکه سوال دا ندۍ چه په نړۍ کی دانقلاب چلند عمده دی او که دنړیوال امپریالیستی جګړی چلند،بلکه سوال دادی چه په نړۍ کی د انقلاب چلند عمده دی او که د انقلاب ضد چلند؟ آیا پداسی شرایطو کی چه یو دنړیوال ستر تضادونو څخه یعنی د سوسیالیسنی سیستم او امپریالیستی سیستم ترمنځ تضاد په موقت ډول له منځه تللی دی او تر اوسه ئی بیا سر ندی اوچت کړی او همدا اوس په نړی کی هیځ سوسیالیستی هیواد شتون نلری ، ویلای شو چه په نړی کی دانقلاب چلند یو عمده چلند دی؟ تر هرڅه نه ړومبی زموږ په نظر په نړی کی دانقلاب عمده والی پدی مانا ده چه په نړی کی دا چلند دانقلاب ضد چلند په وړاندی  د سترا تیژیک  یرغل په پړاو کی دی. څه وخت چه د پیرو کمونیست ګوند دا ادعا را پورته کړ، هغه هم پداسی حال کی ددوی د ادعا له مخی په پیرو کی دخلګو جګړه دستراتیژیک تعادل په مرحلی کی وو. ولی دا ادعا واقعیت نه درلود او واقعیت نلري او کوم شی چه واقعیت درلود او واقعیت لری هغه دادی چه  دانقلاب چلند په نړی کی د ستراتیژیک دفاع په مرحلی کی وواو همغه شان مرحلی کی دی. نو ځکه په نړی کی د انقلاب ضد چلند عمده چلند دی نه دانقلاب چلند.
نو ځکه باید ووایو چه: پرولتاریاوی او خلګ مقاومت کوي اوخپلی مبارزی او دخلګو جګړی ته دهیوادونو په کچه او هم دنړی په کچه دانقلاب دچلند د پیاوړیتوب په خدمت کی تکامل ورکوي.
پنځـــــم:-

« دکارګری خوځښتونو اوخلقی خوځښتونو په دننه کی دانقلاب د لاری سره د ریفورمیزم دلاری د تعقیب له طریقه د رویزیونیستانو او سوسیال دیموکراتانو په واسطه د امپریالیستی حکومتونو او دولتونو سره د پخلا کیدو په خا طر اوددوی دبرنامو د تحقق لپاره مقابله کیږي.»
« د ریفور میزم د کړکیچ په وړاندی، رویزیونیزم او سوسیال دیموکراسی، ټاکنیز نوي پوپولیست ځواکونه  په عوام غولولو سره د تودو ویشل او دهغو ښکار د واکمن طبقو د جنګی ګاډی لپاره د بورژوازی او امپریالیستی دولتونو د ګټو په لور پرمختګ کوي. پوپولیزم د فاشیزم اونیو نازیزم د سونګ مواد دي.»
درویزیونستانو او سوسیال دیموکراتانو ریفورمیزم او همدا رنګه پوپو لیزم او ټاکنیزی عوام غولول، چه په امپریالیستی هیوادونو کی د فاشیزم او نیو نازیزم دسونګ مواد دي، د انقلاب د لاری سره دکارکرانو د خوځښتونو او خلقی خوځښتونو په دننه کی، هم په امپریالیستی هیوادونوکی او هم دامپریالیزم تر ولکی لاندي هیوادونوکی، مقا بله کوي. ولی د امپریالیزم تر ولکی لاندی هیوادونوکی، په ځانګړي توګه په مسلما ن میشت هیوادونو او سیموکی، پان اسلامیستی او اسلامی بنیاد ګری خوځښتونه دامپریالیستی اشغالګرو او یا د ټاکلی امپریالیستی ځواکونوسره او په هر حال کی د ځواکمن ارتجاعی دولتونو او محافلو پوری تړلی قدرتونوسره په دښمنۍ کی، همدا ډول دانقلاب دلاری سره مقابله کوي. دا لویه ستونزه باید هیر نکړو اودنړیوال کمونیستی ما ئوئیستی غورځنګ لپاره لازمه ده چه پدي هکله روښانه او څرګند موضعګیری ولری.  
شپــــږم:-
« په هند کی دخلګوجګړه چه په نړۍ کی یی دامپریالیزم او ارتجاع  داصلی نظامی کلا ګانو څخه  ئی یو په مستقیم ډول تر تا ثیر لاندي راوستی دی، د فلیپین، پیرو او ترکیی دخلګودجګړو سره یوځای، دمراجعي یو پیاوړی ټکۍ دی.»
دخلګو جګړه په هند او فلیپین کی شتون لري اوپرځای ده چه دنړی دټولو هیوادونو مائوئیستان پدی  دوودخلګو جګړو باندی وویاړي، دهغو ملاتړ وکړی او دهغو نه زده کړه وکړي. ولی اوس محال په پیرو او ترکیی کی دخلکو جګړه ستون نلری. دافغانستان کمونیست (مائوئیست) ګوند دتیر کال دمی دلمړی روځی نړیوال ګډي اعلامیی سره چه پدی دوو هیوادونوکی دخلګو دجګړی شتون ادعا مطرح سوی وه موافق نه وو اوطبعی ده چه دسږکال دمی دلمړی روځی نړیوان ګډي اعلامیی سره هم موافق ندۍ. دپیرو په یوه برخه اویا پاتی برخوکی دخلګودجګړی غیرفعال شتون نسی کولای په هغه هیواد کی دخلګو دجګړی دشتون دلیل وي. اوهمدا رنګه په ترکیی کی دیوه وسلوال ګروپ او یا ګروپونوشتون چه دترکیی مائوئیستا نو پوری اړه لری او دترکیی د جګړو په ډګرونو کی فعال ندي په هغه هیوادکی دخلګو دجګړی دشتون دلیل هم نسی کید لای. زموږ په نظر داسی غیر واقعی ادعا ګانی دیونړیوال ګډی اعلامیی د امضا کونکو ګوندونو او سازمانونو  جیثیت او اتبار زیا نمن کوي.
اووم:-
« مارکسیست-لنینیست-مائوئیست کمونیستان باید خپل یووالی ټینګ کړي، دنړیوال کمونیستی غورځنګ لیکي دی درویزیونیستی او انحلالطلبانه تمایلاتو څخه پاک کړي او په عین وخت کی د خرده بورژوازی(دګماتیزم) په «انقلابیګری» مرض اخته نشي.»
با ید په صراحت سره وویل شی چه ددوو خطرونو له منځه، یو رویزیونیزم او انحلا ل طلبی او بل یی دګماتیزم: رویزیونیزم اوانحلا ل طلبی عمده خطر دی اما دګماتیزم هم یو مهم خطر دی.
اتــــم:-
« دکمونیست ګوندونو او سازمانونو جوړښت یوا ځی د طبقاتی مبارزی د اور په رڼا او حرارت کی او دولسونوسره په نژدی اړیکوکی دانقلابی مبارزی د با اتباره لاس ته راوړنو په توګه دقدرت لپاره ممکنه ده.
پدي ځای کی بیا هم باید تصریح شي چه نه یواځی« دکمونیست ګوندونو جوړښت یواځی دطبقاتی مبارزی داور په رڼا او حرارت کی او د ولسونو سره په نژدی اړیکوکی دانقلابی مبارزی دبا اتباره لاس ته راوړونو په توګه دقدرت لپاره ممکنه ده.» بلکه دانقلابی فوځ او انقلابی متحدی جبهی جوړښت دهمدی لاری په تلو سره ممکنه ده.
نهــــم:-
په خواشینی سره باید ووایو چه دسږکال دمی دلمړی روځی نړیوال ګډه اعلا میه د مارکسیست-لنینیست-مائوئیست دیووالی په هکله یوازی په عام څرګندونی باندی چه « مرکسیست-لنینیست-مائوئیست کمونیستان باید خپل یووالی ټینګ کړی اکتفا کړیده او دیو نوي نړیوال ما ئوئیستی تشکیلاتو دجوړښت لپاره دمبارزی اړینتوب څخه، د مبارزی په مسیر کی د یو نوي نړیوال کمونیستی انترناسیونال دتشکیل لپاره د مبارزی په هکله هیڅ یوه خبره یی هم نده کړي. دا تقلیل ګرایی دپخوانی ګډو اعلا میو په پرتله یوازی یوپه کلکه توګه غیر موجه اومنفی پرشا تګ کیدلای شی.